.

مقاله ها

افغان عسکر وسلې د کباړ په تول خرڅوي

 

 

ددغه  اژانس په تازه راپور کې ویلي چې افغان سرتیري د اړتیا پر مهال د ۵ – ۱۰ دقیقو پورې له اړتیا پرته ډزې کوي تر څو ډیرې پوچک مرمۍ راغونډې او وپلوري. د نوموړي اژانس د راپور له مخې، دا یوازې پوچک مرمۍ نه دي چې په عامه بازار کې عرضه کیږي، بلکې عسکر او پولیس خپلې وسلې او مهمات هم په طالبانو خرڅوي.

ظاهر جان په هلمند ولایت کې د اوسپنې کباړ پیرودونکی دی. نوموړی د ملي اردو او پولیسو له بې وزله عسکرو څخه یو کیلو پوچک مرمۍ په ۱۷۵ افغانۍ اخلي. ظاهر جان رویټرز خبري اژانس ته له خپل کاروبار څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نن سبا دا ډیر ښه تجارت دی.

د ملي اردو د تجهیز او اسلحو په برخه کې یو لوړ پوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې یوازې په می میاشت کې په هلمند او کندز ولایتونو کې ۷۰۰۰ د توپ مرمۍ د ملي اردو عسکرو لخوا فیر شوي دي. په دې شمېر کې هغه توپونه شامل نه دي چې پولیسو او اربکیانو ویشتلي دي.

نوموړی وايي چې له پوځي قومندانانو یې پوښتنه وکړه چې که چیرې د توپ په یوه مرمۍ یو طالب وژل شوی وي نو په یو ولایت کې باید ۳۵۰۰ طالبان له مینځه تللي وي. د ملي اردو یاد افسر زیاتوي چې معلومه خبره ده چې عسکرو دغه مرمۍ بې هدفه فیر کړي دي تر څو یې خالي توقې راغونډې او د کباړ په توګه خرڅې کړي.

په هلمند ولایت کې یو بل پوځي افسر چې شپږ میاشتې مخکې دې ولایت ته راغلی، د نوم نه څرګندولو په شرط یاد خبري اژانس ته ویلي چې د پوځي مهماتو د خرڅلا خبره سل په سلو کې سمه ده. نوموړي اعتراف کړی چې له هر ۱۰ عسکرو څخه ۸ عسکر د مرمیو د خالي توقو په خرڅولو روږدی دی.

دغه پوځي افسر د جنګي مهماتو او پوچک مرمیو د خرڅلا علت دا ګڼي چې عسکرو ته کافي معاش او رخصتي نه ورکول کیږي. ګڼ عسکر په میاشتو او کلونو رخصتي نه لري او په میاشت کې ۲۰۰ ډالره معاش اخلي. رویټرز خبري اژانس وايي چې د امنیتي ځواکونو قومندانان له خپلو عسکرو څخه پیسې او رشوت غواړي ترڅو رخصتي ورکړي، نو ځکه خو بې وزله عسکر مجبوریږي چې قومندان ته په رشوت کې یا خپله تنخوا ورکړي او یا د وسلو او مهماتو خرڅولو ته لاس وغځوي.

رویټرز اژانس زیاتوي، که څه هم دفاع وزارت په دې اړه له تفصیلي څرګندونو ډډه کوي خو د هیواد په مختلفو برخو کې لږ تر لږه ۷ دولتي او پوځي چارواکو ورته ویلي چې د خرڅلا په موخه د مرمیو بېهوده مصرف په پوځ کې په یوې ستونزې بدل شوی.

د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په داسې حال کې دا راپورونه ورکول کیږي چې امریکا په تېر کال کې ملي اردو او پولیسو ته د جنګي مهماتو لپاره تر ۳۰۰ ملیونه ډالرو زیاتې پیسې ورکړي دي.

د تېرې فبروري په میاشت کې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) څیړونکو ویلي وه چې افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتو او جنګي مهماتو د ورکړې سیستم «نیمګړی او بې باوره» دی. پنټاګون زیاته کړې وه چې د څار او کنټرول نشتون عسکرو ته دا زمینه برابره کړې چې جنګي مهمات غلا کړي، ناوړه استفاده ترې وکړي او په ناقانونه توګه یې وکاروي.

له بلې خوا په هیواد کې بهرني ځواکونه په داسې میکانیزم کار کوي چې په مټ یې د افغان عسکرو په لیکو کې د جنګي مهماتو د بې ضرورته استعمال مخه ونیسي. ناټو وايي چې د جګړې په لومړیو کرښو به هیئت وګورماري چې په ډزو کې د افراط څارنه وکړي.

د ناټو چارواکي هڅه کوي چې د شوروي اتحاد د وخت لوجستیکي نظریه ختمه کړي، په کومه کې چې عسکرو ته د احتمالي ضروریاتو پر بنسټ هم اکمالات ورکول کیږي. ناټو وايي چې باید لومړی د عسکرو د جنګي مهماتو غوښتنه وارزول شي او یوازې د اړتیا په صورت کې اکمالات ورکړل شي.

په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو او جنګي مهماتو د برخې مسئول «کینیت واسټن» وايي چې د بهرنیانو لپاره د شفافیت شتون ډیر مهم دی، ځکه چې په وینا یې همدغه بهرني مرستندویان افغان ځواکونو ته په بلیونونه ډالر ورکوي. خو نوموړی خوښ دی چې د افغان عسکرو له لوري د تېلو او سون توکو په غلا کې د پخوا په پرتله کمښت راغلی.

خو په هلمند د افغان ځواکونو یو قومندان رویټرز خبري اژانس ته د دې کار مخنیوی ستونزمن بللی. د نوموړي په خبره، داسې هم پیښیږي چې په یوه شپه کې د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې مرمۍ فیر شوي وي، خو نه زمونږ په طرف کې تلفات اوښتي وي او نه د طالبانو کوم کس زخمي شوی وي.د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د غزني، زابل او بغلان ولایتونو استازو اندیښنه څرګنده کړې وه چې امنیتي ځواکونه په طالبانو وسلې، تېل او نور د اړتیا وړ توکي پلوري.

که څه هم په هیواد کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له قرارګاوو څخه له لومړیو کلونو راهیسې پوځي تجهیزات، تېل او یو شمېر نور توکي راوتل او په بازار کې په پټه خرڅېدل، خو په دې وروستیو کې دغه کار د امنیتي ځواکونو ترمینځ د یوې ګټورې سوداګرۍ بڼه غوره کړې، چې له کبله یې د وسلو او مهماتو په پیدا کولو کې طالبانو ته خورا سهولت په لاس ورغلی.

نن ټکی اسیا

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی