.

مقاله ها

«ملا اختر محمد منصور څنګه ووژل شو؟»

 

 

وال سټريټ ژورنال

امريکايي استخباراتو د طالبانو مشر په داسې حال کې په نښه کړ، چې نوموړی له ايرانه راستون شو او د پاکستان خاورې ته ننوت. دغه سيمه د امريکايي څارګرو الوتکو له څار او استخباراتي کنټرول څخه بهر وه، مګر «استخباراتي کړيو» د منصور جاسوسي ورته وکړه، چې نوموړی په سپين موټر کې سپور دی او بايد ووژل شي.

د امريکايي چارواکو له قوله؛ دغه سپين کرولا ډولی موټر د بلوچستان په نوشکي سيمه کې روان و، چې امريکايي پوځيانو پرې د بريد لپاره تياری ونيو او د افغانستان له خاورې يې نوموړی د څارګرې الوتکې په واسطه مخکې له دې په نښه کړ، چې دی د کويټې ګڼ مېشتې سيمې ته ورسېږي، چې هلته يې بيا په نښه کول ستونزمن دي.

د ورځپاڼې له قوله د امريکايي چارواکو له لوري د طالبانو د مشر په داسې طريقه په نښه کول د دې معنا لري، چې د افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ په ستراتيژي کې بدلون راغلی او دوی په دې اند دي، چې د ملا اختر محمد منصور لهوژل کېدو سره به د طالبانو ځواک کمزوری شي او دوی به د سولې خبرو ته چمتو شي.

د دې بريد تر شا يو پيغام دا هم دی، که امريکا هر وخت وغواړي، کولای شي، چې خپل دښمن په نښه کړي، نو څوک يې مخنيوی نه شي کولای، مګر د پاکستان کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي، چې دا ډول بريدونه به د امريکا او پاکستان اړيکې خرابې کړي او دا بريد يې د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا او د ملګرو ملتونو له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

امريکا په دې انده وه، چې منصور به د خپل پخواني مشر په پرتله يو څه نرم وي او کېدای شي د سولې خبرې پيل کړي، مګر عملا د امريکا اټکل ناسم وخوت او نوموړی د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد په پرتله ډېر «پلاني او د امريکا په دښمنۍ کې فعال و» له همدې امله بارک اوباما په خپله امر وکړ، چې بايد ملا اختر محمد منصور ووژل شي.

تېرې فبرورۍ کې پاکستان هڅه وکړه، چې منصور سره اړيکه ونيسي او د پاکستان په غوښتنه د سولې بهير کې ګډون وکړي، مګر نوموړي د پاکستان غوښتنه رد کړ او وروسته څرګنده شوه، چې د طالبانو مشر له پاکستانه وتلی دی.

د امريکايي چارواکو له وایی چې امريکايي استخباراتو د ملا منصور ټول فعاليتونه او اړيکې څارلې او پرېکړه يې کړې وه، چې نوموړی بايد د هغو وسايلو د څار له مخې په نښه شي، چې دی يې کاروي.

«هغه مهال، چې منصور د پاکستان خاورې ته ننوت، امريکايي څارګره «ريپر» د افغانستان له خاورې راپورته شوه، په ټيټ پرواز د پاکستان خاورې ته ننوته او د ملا منصور موټر يې په داسې سيمه کې په نښه کړ، چې هدف ورته څرګند و، له هغې وروسته امريکايي څارګرې دوه توغندي پر ياد موټر وتوغول او بيا يې هم تر يو وخته انتظار وويست، چې څوک خو به له دې موټر څخه ژوندي نه وي پاتې او له پوره ډاډ وروسته الوتکه بېرته د افغانستان پر لور روانه شوه


 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی