.

مقاله ها

د بهرنیانو وتل او بشپړه خپلواکي د ولس غوښتنه ده

 

 

 

 (شنبه، وري ۳۱مه ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له دغه هېواد څخه خپریدونکې ورځپاڼې «الشرق» سره په یوې مرکه کې ویلي چې د ګډ حکومت لخوا دوی «خبرو اترو ته نه؛ بلکې تسلیمیدو» ته بلل شوي وو.

 

ښاغلي وردګ په دغه مرکه کې چې د وري په ۳۰مه نېټه په «الشرق» قطري ورځپاڼه کې خپره شوې د طالبانو تر منځ اختلافات رد کړي او دا یې د «دښمن شوم تبلیغات» بللي دي.

 

د سیاسي دفتر ویاند د دې پوښتې په ځواب کې چې د ګډ حکومت د ولسمشر له لوري طالبان مستقیم یا غیرمستقیم ډیری ځل خبرو اترو ته رابلل شوي دي، ولې طالبان د هغه بلنه رد کړې ده؟ ویلي چې «لومړی موږ خبرو اترو ته نه، بلکې تسلیمیدو ته رابلل شوي یو. دوهمه دا که موږ دا ومنو هم چې دا د خبرو اترو بلنه ده نو ایا دا معقوله ده چې له یوې خوا مو خبرو اترو ته رابولي او له بلې خوا پردیو سره د هېواد د خرڅلاو تړون واک ته د رسېدو ۲۴ ساعته وروسته لاسلیکوي».

 

د طالبانو دغه ویاند زیاته کړې چې د ولس لومړنۍ غوښتنه د بهرنیانو وتل، بشپړه ازادي او په هېواد کې د اسلامي نظام نافذیدل دي او تر دغه وخته به دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

 

ښاغلی نعیم وردګ سره له دې چې له ګډحکومت هم سره د روان مقاومت ننګه کوي، ټول افغان امنیتي ځواکونه خپل دښمنان نه بولي: «په افغان ځواکونو کې ټول سرتیري دښمنان نه بولو، په دغو ځواکونو کې د ملت رښتیني بچي شته چې وخت نا وخت یې یرغلګر وژلي دي او هغوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی. دغه راز زیات شمیر سرتیري د اردو او پولیسو لیکي پریږدي او طالبان ته اوړي او خپل دیني او ملي مسئولیت تر سره کوي».

 

هغه دا رد کړي دي چې د طالبانو تر منځ دې ګوندې انشعابونه او اختلافات موجود دي او دا یې د «یرغلګرو ځواکونو تبلیغات» بللي دي. «د انشعابونو او اختلافاتو کیسې د اشغال له پیله تکراریږي، دا د یرغلګرو هیله ده او د همدې لپاره يې د اسلام او مسلمانانو ضد رسنۍ ګومارلي دي؛ خو دوی به هېڅکله په دې بریالي نه شي».

 

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا دوی «ترهګر» بولي، ویلي چې «امریکا طالبان د ترهګرو په توګه نه پیژني، ان پر افغانستان د یرغل پر مهال هم امریکایانو طالبان ترهګر نه بلل».

 

ډاکتر نعیم وردګ د رسنیو له لورې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې اوازو خپرول هم د یرغلګرو دسیسې بللي دي. هغه ویلي چې یرغلګر ځواکونه دا کار د دوو موخو لپاره کوي، «لومړی په روانه جګړه کې د خپلې ماتې پټولو او دوهم د خپلو ماتې خوړلیو عسکرو د روحیاتو د پورته کولو لپاره».

 

ښاغلي وردګ د ملا محمد عمر په باب وايي: «ملا محمد عمر ژوندی دی، ښه روغتیا لري، د یرغلګرو پر ضد مقدس جهاد رهبري کوي او د مجاهدینو چارې تنظیموي».

 

د سیاسي دفتر ویاند د ګډ حکومت تر منځ د اختلافاتو او په پلانونو کې د ناکامۍ په اړه هم څرګندونې کړي. ښاغلی نعیم زیاتوي، له ۶ میاشتو څخه د زیات وخت په تېریدو سره ګډ حکومت پرته له دې چې سپينې ماڼۍ ته سفر وکړي، «یرغلګر خوشحاله کړي»، له خپلو «بادارانو» شاباسۍ ترلاسه کړي نور څه نه دي کړي.

 

نوموړي وویل، چې ګډ حکومت د شاوخوا ۷ میاشتو په تېریدو سره لا تر دې دمه د لومړني قدم په پورته کولو کې نه کامیاب شوی او کابینې د جوړلو په تشکیل کې تر اوسه ناکام دی.

 

نعیم وردګ د ګلخانۍ او سپېدار ماڼیو تر منځ اختلافاتو ته په اشارې سره ویلي چې د دغه ډول دوه سري حکومت مثال چې هم فکراً هم عقیدتاً سره مخالف وي په نړۍ کې نه دی لیدلی شوی. «ډير فرمانونه یو صادر کړي بل یې د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو له کبله نه مني. د مثال په ډول یوه ښځه [شکریه بارکزۍ] د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون مشره وټاکل شوه، همدا راز د شوروي یرغل پر مهال یو جنرال د دفاع وزیر په توګه نوماند شو خو اجراییه رییس دا رد کړل. اجیره اداره سهار یو حکم صادروي، ماښام يې بېرته لغوه کوي».

 

هغه د ایران لخوا افغانستان ته د خطرونو مواجه کېدو په اړه ویلي چې دوی [طالبان] نه چا ته خطر جوړوي نه د نورو څخه د خطر توقع لري.

 

نعیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان اوس واکمن وای، ایا د سعودي د «پرېکنده توفان» عملیاتو مرسته به یې کړی وای، ویلي چې دوی اوس واکمن نه دي بلکې د یرغلګرو پر ضد په جګړه اخته دي خو که واک يې په لاس کې وای نو دې موضوع کې به یې د اسلامي امت ګټو ته په کتلو سره دريځ نیولی وی.

 

ښاغلي وردګ د اسلامي نړۍ په اړه د قطر حکومت دریځ ستایلی او د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه توب تر څنګ یې د اسلامي نړۍ په مسئلو کې د دغه هېواد رول مهم او ګټور بللی.

 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډېر لږ په رسنیو کې راڅرګندېږي. په ۲۰۱۳م کال کې د سیاسي دفتر د پرانیستنې پر مهال په دفتر کې یوه خبري ناسته دایره شوې وه. له هغې راهیسې لږ لیدل شوي چې دا دفتر دې څرګندونې ولري. د طالبانو او امریکایانو ترمنځ اړوندو پېښو کې د طالبانو نو ویاندویان نظر څرګندوي.

 

نن ټکی اسیا

 

 

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی