.

 

 

22هندیان په ننګرهار کې د داعش سره یو ځای شوي دي

د هندوستان استخباراتي اداره وايي چې ددغه هیواد ۲۲ تنه اتباع چې د تېر کال ۲۰۱۶ له جون او جولايي میاشتي څخه له خپلو کورنو څخه نادرکه شوې وه، اوس مهال په ننګرهار کې د داعش په یوه پوځي تربیتي مرکز کې په پوځي تمریناتو بوخت دي. د هندي رسنیو په قول دغه ۲۲ ځوانان د هندوستان د کیرلا ایالت اوسیدونکي دي، د تېر کال ۲۰۱۶ په جون او جولايي میاشت په دوه ټولیو کې له هیواده وتلي، لومړی دوبۍ او ابوظبي ته تللي او بیا له هغه ځایه د کابل له لاري ننګرهار ته رسیدلي دي.

د هندوستان خبري اژانسونو ته ددغه هیواد تحقیقاتي او استخباراتي ادارې ویلي چې دوی ددغه کسانو پلټنه پېل کړې وه، چې وروستي قدمونه یې تر افغانستانه رسیدلي دي، له هغه وروسته د افغانستان د ملي امنیت په همکاري داسي معلومات وشول چې دغه کسان اوس په ننګرهار کې د داعش په یوه پوځي مرکز کې مېشت دي.

دغه استخباراتي ادارې وړاندي ویلي چې دداعش په ننګرهار مرکز کې د ۱۰۰۰ کسانو څخه تر ۳۰۰۰ کسان استوګن دي، چې د پاکستان او هندوستان په شمول له مختلفو هیوادونو را ټول شوي دي. او زیاتوي چې داعش د هندوستانیانو دغه ډله افغانستان ته ولیږله ځکه چې افغانستان ته یې تګ اسانه وو او بل دسیمي، کلتور او شکلونو د ورته والي له امله په اسانه نه پيژندل کیږي.

د شنونکو په باور په افغانستان کې د داعش ډلې شتون د امریکا په مشری استخباراتي سازمانونو له خوا تمویل او تبلیغ کیږی چې موخه یې د طالبانو د نه ماتیدونکي مقاومت په وړاندې سرخوږی جوړول او د سیمې په کچه د ګاونډيانو په تېره بیا چین او روسیې ثبات تهدیدول دي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی