.

 

امریکايي رسنۍ وايي، هغه امریکايي پوځي چې پرون په کابل کې د یوه نفوذي کس په برید کې وژل شوی، د امریکا د یوټا ایالت د شمالي اوګدن ښاروال و. شمالي اوګدن ښار ۱۷ زره نفوس لري. سالټ لېک تریبیون او نورو رسنیو ورکړی چې د شمالي اوګدن ښاروال ۳۹ کلن برینټ ټایلر له ملي ګارد سره د خدمت په ترڅ کې وژل شوی دی. د امریکا په سنا کې د اوټا سناتور او د دې ایالت څو چارواکو د ټایلر وژل کېدل تایید کړي دي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی