.

 

 

د افغانستان د بیارغونې په چارو باندې د څار امریکايي ادارې «سیګار» له لوري په یوه تازه خپاره شوي راپور کې چې تېره ورځ نشرته سپارل شوی راغلي « سره له دې چې  ۳۵۰ زره افغان ځواکونو یوازې ۳۸ مرمۍ ضد امبولانسونه درلودل، امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۲۸۷ امبولانسونه د تخریب لپاره ولېږل خو افغان ځواکونو ته یې ورنکړل».

دا لومړۍ ځل نه دی، چې سیګار له داخلي همسنګرو سره د امریکایي ځواکونو له جفا پرده پورته کوي، څه موده وړاندې هم دې ادارې د یوه راپور په نشرولو سره خبر ورکړی وو، چې د افغانستان له امنیتي  سکتورونو سره د مرستې په مهال د هغوی هیڅ لومړیتوب په نظر کې نه دي نیول شوي او یوازې بهرنیو ځواکونو د خپلو اړتیاوو او پلان سره سم مرسته کړې او امنیتي سکتور یې په خپله ګټه تمویل او تجهیز کړي.

همدا راز؛ سرمفتش جان سوپکو ويلي، دولتي عسکر د بهرنيانو له مرستې پرته د افغانستان امنيت نشي کنټرولوی او نه هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړی شي. سوپکو د امریکا کانګريس ته په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي، افغانستان کې اداري فساد لا هم جدي ستونزه ده، دغه ستونزه نوره هم پراخيږي او يوازينی حل يې هغه مهال ممکن دی، چې حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي. د سوپکو په وينا ډېری افغانان پوهيږي، چې حکومت د فساد په ختمولو کې وړتيا نه ده ښودلې او نه يې تر اوسه په دې اړه خپله قوي ستراتيژي جوړه کړې ده.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی