.

 

مسکو کې د افغان سولې غونډه پيل شوې، خو امریکا روسیې ته خبرداری ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر روسیې غږ وکړ، چې هیڅوک حق نه لري له طالبانو سره خبرو کې د افغان دولت ځای ونیسي. دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د افغانستان په وخت نږدې دوولس بجې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د روسیې د بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف په خبرو پرانیستل شوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وینا کې وویل، روسیه داسې یو موټی افغانستان غواړي چې هر وګړی پکې خوشال و اوسي. دده په خبره روسیه داسې افغانستان نه غواړي چې د بهرنیانو ترمنځ د جګړې ډګر وي. نوموړي په دې خبرو کې د افغان سولې شورا او د طالبانو د پلاوي ګډون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو لپاره په لار جوړولو کې یو پرمختګ وباله.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی