.

 

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د افغان سولې لپاره د نوي سفر په ترڅ کې د افغانستان په لوري خوځېدلی. د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « زلمی خلیلزاد سولې ته د زمینې برابرولو او جکړې پای ته رسولو په موخه نوی سفر پیل کړ چې د روانې میلادي میاشتې له ۲۲ نېټې څخه به د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري او په ترڅ کې به یې نوموړی له قطر او افغانستان څخه لیدنه وکړي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره د یو داسې ملي ټیم په جوړلو مشورې وکړي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي او په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي». د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د مدني ټولنې له غړو، د سولې او  ښځو د حقوقو له فعالانو سره ناستې وکړي او تر هغه وروسته به له طالب استازو سره د مذاکراتو د نوي فصل د پیل په موخه دوحې ته ولاړ شي.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی