.

 

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی داکتر زلمی خليلزاد د بلجیم، فرانسی و روسیی نه وروسته تيره شپه د يو امريکايي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی. زلمي خليلزاد کابل ته له رارسېدو وروسته د اسلامي محاذ مشر پير سيد حامد ګيلاني سره ليدلي او د افغان سولې په اړه يې ورسره خبرې کړي دي. له زلمي خليلزاد سره په دې سفر کې د امريکا د بيلابيلو ادارو استازي هم شامل دي. زلمي خليلزاد تر اوسه د ګډ حکومت له مشرانو سره هم نه دي ليدلي.

تر اوسه افغانستان ته د زلمي خليلزاد د راتګ اجنډا او دقيق هدف نه دی په ډاګه شوی، خو د شنونکو په باور امريکا غواړي چې د افغان سولې درېدلې خبرې بيا پيل کړي او له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو ويستلو ته لاره جوړه کړي. نږدې دوه مياشتې وړاندې وروسته له هغه چې ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې؛ افغانستان ته د زلمي خليلزاد دا لومړی سفر دی.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی