.

 

 

جنوبي اسیا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز ويلي، چين تر اوسه د افغانستان سولې او ثبات لپاره کوم ګټور ګام نه دی پورته کړي. د اليس ويلز په وينا، چين غواړي د افغانستان بحران کې مرسته وکړي، خو امريکا تر اوسه د دې مرستې کومه نښه نه ده ليدلې.

د بهرنيو چارو وزارت مرستياله زياتوي، چې چين د مس عينک کان د ايستلو لپاره ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې دا ژمنه هم نه ده عملي کړې. هغه وايي، چين بايد په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د سولې په برخه کې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

اليس ويلز دا څرګندونې په داسې حال کړې، چې ټاکل شوې، په لنډ راتلونکې کې د چين پلازمينې بيجينګ کې د افغانستان سولې په تړاو بین الافغاني ناسته ترسره شي.ټاکل شوې وه، چې دغه ناسته په تېر اکتوبر کې ترسره شي، خو د ګډ حکومت له لوري دغې ناستې کې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له امله تر اوسه دغه ناسته ځنډول شوې ده.

حکومتي سرچينې وايي، د ګډ حکومت د مشرتابه تر منځ اوس هم د چين بین الافغاني ناستې کې د ګډونوالو په سر اختلافات روان دي او تر اوسه کومې پرېکړې نه دي رسېدلي.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی